اسلام اباد کې خونړۍ چاو… دنه

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌آباد کې یوه خطرناکه چاودنه شوې چې ښار یې د سختې وېرې او اندېښنې سره مخ کړی دی. دا چاودنه د شیعه ګانو په یوه جومات کې رامنځته شوې، هغه مهال چې لمونځ کوونکي دننه موجود وو. د پېښې شدت دومره لوړ و چې د جومات ودانۍ ته یې هم دروند زیان اړولی دی.

د لومړنیو راپورونو له مخې، په دې چاودنه کې تر دې دمه له ۱۵ څخه ډېر کسان وژل شوي او تر سلو زیات ټپیان دي. روغتیايي سرچینې وايي چې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی، له همدې امله د وژل شویو کسانو شمېر هره شېبه د زیاتېدو په حال کې دی. ټپیان بېلابېلو روغتونونو ته انتقال شوي دي.

امنیتي ځواکونه سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي، سیمه یې کلابنده کړې او د ژغورنې عملیات روان دي. پولیس او بم ډسپوزل سکواډ د چاودنې نوعیت څېړي، خو تر اوسه کومې ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی. چارواکي وايي چې د پلټنو د بشپړېدو پورې به وروستۍ معلومات وروسته له رسنیو سره شریک شي.

دا پېښه د سیمې خلکو کې ژوره اندېښنه راپارولې او د امنیت پر وضعیت یې پوښتنې راپورته کړې دي. ډېری شنونکي دا برید د کابل له وروستیو خونړیو پېښو سره پرتله کوي او وايي چې د سیمې ښارونه د ورته ګواښونو سره مخ دي. عام خلک له حکومته د جدي امنیتي ګامونو غوښتنه کوي.

د پاکستان حکومت د پېښې سخته غندنه کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده. چارواکو ژمنه کړې چې د دې برید عاملین به ژر تر ژره ونیول شي او عدالت ته به وسپارل شي، خو تر هغه وخته اسلام‌آباد د غم او ویر فضا کې ډوب پاتې دی.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top