د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف په يوې تازه څرګندونې کې ويلي چې پاکستان پرېکړه کړې افغانان د طالبانو له «فرعونيزم او ظلم» څخه خلاص کړي. هغه دا خبرې د امنيتي وضعيت او سيمهييزو ګواښونو په تړاو کړي او ادعا يې کړې چې د افغانستان روان حالت د ټولې سيمې پر ثبات ناوړه اغېز لري.
خواجه اصف زياته کړې چې د پاکستان «پاک پوځ» د سيمې د امن د ټينګښت لپاره بشپړ چمتووالی لري او د ده په وينا به دا ځواک «خبيث موجوديت» د تل لپاره له سيمې پاک کړي. نوموړي دا څرګندونې د پوځ د رول ستاينې په ترڅ کې کړې او ويلي يې دي چې پوځ به د ترهګرۍ پر ضد خپله مبارزه جاري ساتي.
د پاکستان د دفاع وزير ادعا کوي چې د طالبانو تګلارې نه يوازې افغان ولس له سختو ستونزو سره مخ کړی، بلکې ګاونډي هېوادونه هم تر فشار لاندې راولي. هغه وويل چې پاکستان نه شي کولی د خپلې پولې پر غاړه داسې وضعيت وزغمي چې د ناامنۍ او بېثباتۍ سرچينه وګرځي.
بلخوا، شنونکي وايي چې دا ډول توندې څرګندونې د سيمهييزو اړيکو پر لا خرابېدو تمامېدای شي. د دوی په باور، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې بايد د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ له لارې حل شي، نه د پوځي ژبې او ګواښونو په کارولو سره.
تر اوسه د افغان لوري له خوا د خواجه اصف د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی. خو سياسي څارونکي ټينګار کوي چې د سيمې د تلپاتې امن لپاره اړينه ده چې دواړه هېوادونه له احساساتي بيانونو ډډه وکړي او د ګډو ستونزو د حل لپاره عملي او سولهييزې لارې ولټوي.