امرالله صالح وايي چې پخوانی ولسمشر اشرف غني د خپلو وروستيو پرېکړو له امله پښېمانه دی او اوس دا مني چې د کابل د دفاع په برخه کې جدي تېروتنې شوې دي. د صالح په وينا، هغه د طالبانو د چټک پرمختګ پر مهال ولسمشر غني ته مهم امنيتي وړانديزونه کړي وو، خو له بده مرغه دا وړانديزونه ونه منل شول.
صالح وايي، کله چې طالبان کابل ته نېږدې کېدل، ده ولسمشر غني ته وړانديز کړی و چې د کابل شاوخوا سيمې، په ځانګړي ډول مهمې لارې او د ننوتلو محورونه، بايد په ماینونو وپوښل شي تر څو د طالبانو مخه ونيول شي او ښار ته د هغوی داخلېدل وځنډول شي. خو د ده په وينا، اشرف غني دا غوښتنه رد کړه.
د امرالله صالح په خبره، ولسمشر غني دا باور درلود چې متحده ايالات به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې کابل سقوط شي. نوموړي فکر کاوه چې نړيوال ملاتړ به تر وروستۍ شېبې پورې دوام ولري او د طالبانو پرمختګ به ودرول شي، خو دا اټکل ناسم ثابت شو.
صالح زياتوي چې اشرف غني اوس په دې هم پښېمانه دی چې ولې د کابل د جدي مقاومت پرېکړه ونه شوه. د هغه په وينا، که په هغه وخت کې د کابل دفاع ته بشپړه تياري نيول شوې وای، ښايي حالات بدل شوي وای او سقوط به يا ځنډېدلی او يا به بله بڼه يې اخيستې وه.
د نوموړي څرګندونې يو ځل بيا د افغانستان د جمهوري نظام د وروستيو ورځو پرېکړې تر پوښتنې لاندې راولي او دا بحث راژوندی کوي چې ايا د سياسي او امنيتي مشرتابه ناسمې پرېکړې د کابل د ناڅاپي سقوط اصلي لامل وې که نه.