د بلوڅانو د ازادۍ پوځ وياند ادعا کړې چې د پرونيو پراخو عملياتو پر مهال يې د پاکستاني پوځ درنې مرګژوبلې اړولې دي. د وياند په وينا، په بېلابېلو سيمو کې د ترسره شويو بريدونو په ترڅ کې تر ۱۴۵ زيات پاکستاني عسکر وژل شوي دي او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپيان شوي دي.
بلوڅ وياند زياته کړې چې دغه عمليات د بلوچستان په څو مهمو پوځي نقطو کې په هممهاله ډول ترسره شوي، چې پکې د پوځ پر کاروانونو، قرارګاوو او استخباراتي مرکزونو بريدونه شامل وو. د هغه په خبره، بريدونه په ښه ډول پلان شوي وو او د ساعتونو لپاره يې دوام وکړ.
د ازادۍ پوځ ادعا کوي چې د پاکستان پوځ په وروستيو مياشتو کې پر ملکي خلکو فشارونه زيات کړي، چې له امله يې د وسلهوال مقاومت کچه لوړه شوې ده. وياند وويل چې دوی به تر هغه خپلو عملياتو ته دوام ورکړي، څو چې د بلوڅ ولس حقونه نه وي منل شوي.
تر اوسه د پاکستاني پوځ يا د دغه هېواد د حکومت له لوري د بلوڅانو د ازادۍ پوځ د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی. خپلواکې سرچينې هم د مرګژوبلې دا شمېرې په بشپړ ډول نه شي تاييدولی، خو امنيتي وضعيت لا هم سخت او کړکېچن بلل کېږي.
د سياسي شنونکو په باور، په بلوچستان کې روان تاوتريخوالی د سيمې پر امنيت او ثبات ژور اغېز لري. هغوی وايي که د شخړې د سياسي حل لپاره جدي ګامونه وانخيستل شي، نو دا ډول خونړۍ نښتې به لا پسې زياتې شي.