چين له پاکستان څخه د میلیاردونو ډالرو پور د بېرته ستنولو غوښتنه کړې، هغه پورونه چې د تېرو کلونو په اوږدو کې د بېلابېلو اقتصادي او بنسټيزو پروژو لپاره ورکړل شوي وو. دا غوښتنه په داسې وخت کې شوې چې د پاکستان اقتصاد له سخت فشار سره مخ دی او د نغدو پيسو کمښت ورځ تر بلې ژورېږي.
د پاکستان حکومت د چين غوښتنې ته په ځواب کې ويلي، چې د پور ستنولو نيت لري، خو اوسمهال د اقتصادي ستونزو له امله لږ نور وخت ته اړتيا لري. اسلاماباد ټينګار کوي چې که ناڅاپي او بشپړ تاديه وشي، نو د هېواد پر اقتصاد، اسعارو او عامو خلکو به ناوړه اغېز وکړي.
له بلې خوا، د پيسو نړيوال صندوق (IMF) هم له پاکستان څخه د خپلو پورونو د شرايطو پر پلي کېدو ټينګار زيات کړی او غواړي چې ټاکل شوي قسطونه پر وخت ورکړل شي. IMF د مرستو دوام له سختو اقتصادي اصلاحاتو، د سبسايډيو کمولو او د مالياتو زياتولو سره تړلی دی، چې دا هر څه د خلکو لپاره درانه تمامېږي.
اقتصادي شنونکي وايي، پاکستان دا مهال د پورونو په داسې کړۍ کې راګير دی چې وتل ترې اسانه نه دي. د چين پورونه، د IMF شرطونه او د نورو نړيوالو پور ورکوونکو فشارونه يوځای د پاکستان پر مالي ثبات دروند بار اچولی او د سياسي پرېکړو ساحه يې هم تنګه کړې ده.
په همدې حال کې، د پاکستان ولس د ګرانۍ، بېکارۍ او د ژوند د لګښتونو د لوړېدو له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. خلک تمه لري چې حکومت به له نړيوالو پور ورکوونکو سره داسې حللارې ومومي چې هم د هېواد مالي اعتبار وساتل شي او هم عام ولس د اقتصادي بحران بيه پرې نه کړي.