د جنسي فلمونو يوې مشهوره ستورې د نارينهوو له لوري د تر ټولو بېشرمه او ځورونکې غوښتنې پرده پورته کړې او ويلي يې دي چې ځينې غوښتنې نه يوازې سپکاوی دی، بلکې د انسان پر روح او عزت ژور اغېز پرېږدي.
نوموړې وايي، داسې غوښتنې ورسره شوې چې د انسان د زغم له پولې اوړي. د هغې په وينا، ځينې مراجعین غواړي له اخلاقي چوکاټ څخه بهر، په يو وخت کې داسې څه ترې وغواړي چې هغه پخپله هم ورته د منلو نه وي، او همدا تر ټولو دردوونکې برخه ده.
هغې زياته کړه چې د دغسې غوښتنو پر مهال ځان ډېر ناارامه او ځورېدلې احساسوي، آن داسې وختونه راغلي چې روحي فشار يې تر فزيکي ستړيا هم زيات وي. د هغې په وينا، دا ډول چلند انسان خپل ارزښت ته شکمن کوي.
دغه ستورې په څرګندو ټکو وويل چې کله کله ځان تر حيوان هم بدتر احساسوي، ځکه چې د انسان حيثيت، احساسات او کرامت ورته له پامه غورځول کېږي. هغې ټينګار وکړ چې دا يوازې يو کار نه دی، بلکې يوه درنه روحي تجربه ده.
په پای کې هغې له ټولنې وغوښتل چې د دې ډول صنعت تر شا انساني اړخ ته هم پام وکړي، او وپوهېږي چې هر انسان، هر کار ته په هر شرط مجبور نه دی. د هغې په وينا، درناوی، رضايت او اخلاقي سرحدونه بايد هر ځای مراعات شي.