ترکي رسنۍ راپور ورکوي چې که چېرې د افغانستان حکومت د ښځو او نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي، نو انقره چمتو ده چې د افغانستان حکومت په رسميت وپېژني. د راپورونو له مخې، دا موضوع د ترکيې د بهرنۍ تګلارې په مهمو بحثونو کې شامله ده.
سرچينې وايي، ترکيه د ښځو زده کړې د يو اساسي شرط په توګه يادوي او باور لري چې د تعليم حق ته درناوی کولای شي د افغانستان د نړيوالې انزوا د ختمېدو لپاره لاره هواره کړي. انقره ټينګار کوي چې زده کړه د ټولنې د ثبات او پرمختګ لپاره مهمه ده.
د ترکي رسنيو د معلوماتو له مخې، که د ښځو پر زده کړو بنديز لرې شي، نو ترکيه به نه يوازې سياسي ملاتړ زيات کړي، بلکې د افغانستان د حکومت د رسميت پېژندنې په برخه کې به عملي ګامونه هم واخلي.
په راپور کې راغلي چې ترکي چارواکي هڅه کوي د افغانستان په اړه د منځګړي رول ولوبوي او د کابل او نړيوالې ټولنې ترمنځ د اړيکو د عادي کېدو زمينه برابره کړي. د ښځو زده کړې د دې هڅو اصلي محور بلل شوی دی.
تر اوسه د افغانستان د حکومت له لوري په دې اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، خو شنونکي وايي که دا شرط ومنل شي، نو کېدای شي د سيمې او نړۍ له لوري د افغانستان د سياسي پېژندنې بهير ته نوی بدلون ورکړي.