په ټولنيزو شبکو کې د پاکستان د مشهورې ټيک ټاکرې الينا امير په نوم يوه لانجمنه ويډيو خپره شوې چې په اړه يې ادعا کېږي شخصي او جنسي اړيکې پکې ښودل شوي دي. يادې ويډيو د لنډ وخت په ترڅ کې پراخ غبرګونونه راپارولي او د خلکو ترمنځ يې بحثونه تود کړي دي.
د ويډيو له خپرېدو وروسته الينا امير سمدلاسه غبرګون ښودلی او دغه ويډيو يې په کلکه رد کړې ده. نوموړې ويلي چې دا مواد جعلي دي او د مصنوعي ځيرکتيا (AI) په وسيله جوړ شوي، چې له حقيقت سره هېڅ تړاو نه لري.
الينا امير دا ډول کړنې د شخصي حيثيت او وقار پر ضد يوه منظم هڅه بللې ده. هغې ټينګار کړی چې دا لومړی ځل نه دی چې د ټولنيزو رسنيو مشهور کسان د جعلي ويډيوګانو او بدنامولو له هڅو سره مخ کېږي.
په پاکستان کې د سايبري جرمونو کارپوهان وايي چې د مصنوعي ځيرکتيا له پرمختګ سره د جعلي ويډيوګانو جوړول اسانه شوي او دا چاره د ډېرو خلکو شخصي ژوند ته جدي ګواښ ګرځېدلې ده. دوی د عامه پوهاوي او قانوني جديت غوښتنه کوي.
تر اوسه پورې اړوندو قانوني ادارو د دې موضوع په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي، خو د ټولنيزو رسنيو کاروونکي د پېښې د بې پرې څېړنې غوښتنه کوي. دا قضيه يو ځل بيا د ديجېټلي اخلاقياتو، محرمیت او د مصنوعي ځيرکتيا د ناوړه استفادې بحث راژوندی کړی دی.