افغان ځواکونو پاکستاني موټر ونیول

افغان پوځيانو د کندهار په ولایت کې ګڼ شمېر پاکستاني موټر نیولي دي چې په ناقانونه ډول افغانستان ته داخل شوي وو. د دغو موټرو له لارې قیمتي درمل هېواد ته راوړل شوي او بیا په پټه توګه ځینو خاین افغان سوداګرو ته پلورل کېدل.

د راپورونو له مخې، دا موټر د امنیتي ځواکونو د پلټنو پر مهال ودرول شول او وروسته تر څېړنو څرګنده شوه چې یاد درمل د قانوني اسنادو او روغتیايي جواز پرته هېواد ته انتقال شوي دي، چې د خلکو روغتیا ته یې جدي ګواښ پېښاوه.

افغان امنیتي سرچینې وایي، په نیول شوو موټرو کې د پاکستان د پوځ یو شمېر کسان هم موجود وو، خو هغوی په عادي ملکي جامو کې افغانستان ته داخل شوي وو تر څو خپل هویت پټ وساتي.

سرچینې زیاتوي چې دغه کسان د درملو د قاچاق ترڅنګ د ځینو کورنیو همکارانو په وسیله د بازار موندنې هڅه کوله، څو دا قیمتي درمل په لوړه بیه وپلوري او ناقانونه عاید ترلاسه کړي.

افغان ځواکونه وایي، د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي او ټول نیول شوي کسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي، همدارنګه هغه افغان سوداګر به هم تعقیب شي چې د دغې ناقانونه معاملې برخه ګرځېدلي دي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top