په کابل کې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نېږدې سرچینې وايي چې د هغه ناروغي زياته شوې ده. د سرچينو د معلوماتو له مخې، په وروستيو ورځو کې د نوموړي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی او کورنۍ او نږدې ملګري يې د هغه پر وضعيت له نږدې څارنه کوي.
د يادې سرچينې په وينا، حامد کرزی د ینې د شديد التهاب سره مخ دی، چې له امله يې د بدن عمومي کمزوري زياته شوې ده. ويل کېږي دا ستونزه د هغه پر ورځني ژوند او عادي فعاليتونو هم منفي اغېز کړی دی.
سرچينې زياتوي چې د همدې ناروغۍ له کبله نوموړی نشي کولای خپل خوراکي توازن وساتي. د اشتها کموالی او د خوړو نه هضم د هغه روغتيايي حالت لا پسې ستونزمن کړی او ډاکټرانو ورته ځانګړی رژيم سپارښتنه کړې ده.
په کابل کې د طبي حلقو په وينا، د ینې شديد التهاب يوه حساسه ناروغي ده چې جدي پاملرنې ته اړتيا لري. ډاکټران ټينګار کوي چې ناروغ بايد تر درملنې لاندې وي، کافي استراحت وکړي او د درنو خوړو څخه ډډه وکړي.
تر اوسه پورې د حامد کرزي له دفتره په رسمي ډول د هغه د روغتيا په اړه تفصيلي معلومات نه دي خپاره شوي، خو نږدې سرچينې وايي چې د نوموړي درملنه روانه ده او هيله شته چې د مناسبې پاملرنې سره به يې روغتيايي حالت ښه شي.