دا مياشت د Scientific Reports په مجله کې يوه نوې خپره شوې ساينسي څېړنه د نارينه و د جنسي خواهش په هکله پخوانی فکر ردوي، په دې څېړنه کې 67 زره نارينه چې عمرونه يې د 18 او 89 ترمنځ و تر تحقيق لاندې نیول شوي دي.
په نورمال ډول دا ویل کېږي چې د عمر په زياتېدو سره د جنسي خواهش کمېږي، خو ساينس وايي دا خبره د ښځې په برخه کې سمه ده خو د نارينه په حق کې بېلابېل پړاوونه لري. ښځې عموما د ماشوم د پيداکېدو او د هغه د پاللو په وجه تر نارينه ژر خپل جنسي شوق کموي.
خو نارينه که په نورمال روغتیا کې وي تر ښځې د زیات وخت لپاره ښه جنسي خواهش لري، دا څېړنه وايي چې د نارينه و د ژوند ثابت د دېرشو کلونو په وروستيو کې پيل کېږي او په همدې موده کې ددوی جنسي ذوق او شوق په بې ساري کچه زیاتېږي.
د ښه جنسي ژوند لپاره يو څه روغتيايي شرايط اړين دي چې له دې څخه د رګونو روغتيا، هورموني توازون په سر کې راځي، فزیکی فعالیت او د ژوند د مالي چارو ژمنتیا هم د نارينه و په جنسي ژوند تأثير کوي.
خو ددې تحقیق په يوه برخه کې دا واضح شوي دي چې د نارينه و جنسي شوق ډېر کله طبعي وي پدې مانا که نارينه د خپلې روغتیا نورمال خيال وساتی نو دا خبره چې د نارينه جنسي شوق څومره ډېر دی په ډېري نارينه و کې د پيدايښت او تهداب څخه شتون لري چې ځينې په طبيعي ډول زيات شهوت لري او ځینې برابر.