يوې ترکۍ نجلۍ ادعا کړې چې د خپل مېړه څخه د جلا کېدو پرېکړه يې د يوې غيرمعمولې شخصي ستونزې له امله کړې ده. هغې ويلي چې دا موضوع د دوی د ګډ ژوند لپاره په دوامداره کړاو بدله شوې وه او بالاخره يې اړ کړه چې د واده اړيکه پای ته ورسوي.
نجلۍ په خپلو څرګندونو کې ويلي چې د مېړه جنسي غړی يې له عادي اندازې ډېر غټ و، او همدا خبره به د دوی د کوروالي پر مهال ورته جدي ستونزې جوړولې. د هغې په وينا، دا حالت د خوښۍ پر ځای د ذهني او جسمي فشار سبب کېده.
هغې زياته کړې چې د کوروالي پر مهال به يې شرمګاه سخت درد احساساوه او دا درد به دومره زيات و چې د ګډ ژوند عادي تسلسل به يې ګډوډاوه. نوموړې ټينګار کوي چې دا موضوع يې څو ځله له مېړه سره شريکه کړه، خو ستونزه يې حل نه شوه.
دغه ترکۍ ښځې خپله کيسه په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړې او ويلي يې دي چې د کوروالۍ دا جنجالي حالت يې د واده بنسټ کمزوری کړ. د هغې د څرګندونو له مخې، دا يوازې يو شخصي بحث نه و، بلکې د دوی ترمنځ د ژور اختلاف لامل شو.
د دې کيسې له خپرېدو وروسته، په ټولنيزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارېدلي دي. ځينې کسان دا موضوع د پوهاوي او روغتيايي خبرو لپاره مهمه بولي، خو نور بيا دا ډول شخصي جزياتو عامول جنجالي او د بحث وړ ګڼي.