په کابل ښار کې نن د ښارنو په سیمه کې درنې چاودنې واورېدل شوې چې د خلکو ترمنځ یې وېره او اندېښنه رامنځته کړه.
د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د شهرنو د ګلفروشۍ په کوڅه کې هغه مهال رامنځته شوه، حکومتي سرچينې وايي چاودنه د ګاز د ډبو له کبله وه خو د سیمې څخه خلکو بيا رسنیو ته ویلي چې برید په یوه چينايي رستورانت شوی دی او بريد کې زیان هم دې رستورانت لیدلی.
عیني شاهدان وايي، د چاودنې له امله شاوخوا دوکانونو ته زیان اوښتی او د سیمې خلک د لنډ وخت لپاره له سیمې وتلو ته اړ شول.
تر اوسه د مرګژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ځینې سرچینې د ټپیانو د شتون خبر ورکوي. د پېښې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
امنیتي او اړوندې ادارې سیمې ته رسېدلې او د پېښې څېړنه یې پیل کړې ده. چارواکي وايي، د پېښې اصلي لامل به د پلټنو له بشپړېدو وروسته له رسنیو سره شریک شي.