د پاکستان پخوانی سفیر: اشرف غني ته مو پورته خبره نشوی کولای

د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د اشرف غني له چلند سره د پاکستان رسمي هیئتونه تل له ستونزو سره مخ وو. د هغه په وینا، کله به چې هم د پاکستان له لوري کوم پلاوی کابل ته ولاړ، نو له مخکې به ورته معلومه وه چې د ولسمشر اشرف غني له سختو او تندو خبرو سره به مخامخ کېږي. دا وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا لا نوره هم کمزورې کوله.

منصور احمد خان وايي چې اشرف غني به ډېری وخت د پاکستان پر ضد خبرې کولې او دا خبرې به یوازې په رسمي غونډو پورې محدودې نه وې. هغه زیاتوي چې د افغانستان ولسمشر به تل داسې دریځ خپلوه چې ګواکې ټولې ستونزې له پاکستانه سرچینه اخلي، او دا طرز فکر به په خبرو اترو کې د پرمختګ مخه نیوله.

د پخواني سفیر په وینا، اشرف غني به اکثره له قهر او احساساتي انداز سره خبرې کولې، چې دا کار به د ډیپلوماټیکو اړیکو له اصولو سره سمون نه درلود. نوموړي وویل چې حتی هغه مهال چې پاکستان به د اړیکو د ښه کېدو هڅه کوله، د غني توند دریځ به دغه هڅې بې‌پایلې کولې.

منصور احمد خان دا هم څرګنده کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتماد د نشتون یو مهم لامل همدا ډول چلند و. د هغه په باور، که چیرې د اشرف غني حکومت د خبرو پر مهال له نرموالي او زغم څخه کار اخیستی وای، نو ښايي د دواړو هېوادونو اړیکې به په بل لور تللې وای.

په پای کې، پخوانی سفیر ټینګار کوي چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د رهبرانو چلند او لهجې خورا مهمې دي. هغه وايي چې توندې خبرې او غوسه ناک دریځ نه یوازې اړیکې خرابوي، بلکې د اوږدمهاله حل پر وړاندې هم خنډ ګرځي، او دا تجربه د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال په ښکاره ډول ولیدل شوه.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top