يوه جاپاني متخصص وايي چې د اوږد مهال لپاره د کوروالي نه کول کولی شي په بدن کې يو شمېر مهم بدلونونه رامنځته کړي. د نوموړي په وينا، کوروالی يوازې جنسي اړخ نه لري، بلکې د انسان پر روان، هورمونونو او عمومي روغتيا هم اغېز کوي. کله چې دا طبيعي بهير اوږدې مودې لپاره ودرېږي، بدن ورو ورو غبرګون ښيي.
لومړی بدلون د هورموني توازن ګډوډېدل دي. متخصص څرګندوي چې د اوږدې مودې لپاره د کوروالي نه شتون د ټسټسټېرون او نورو مهمو هورمونونو کچه راکمولی شي، چې دا چاره په نارينه او ښځو دواړو کې د ستړيا، سستۍ او د انرژۍ کمښت لامل ګرځي.
دوهم بدلون رواني اغېزې دي. د جاپاني متخصص په وينا، هغه کسان چې اوږده موده کوروالی نه کوي، کېدای شي د ذهني فشار، خپګان او بېحوصلګۍ احساس وکړي. ځکه چې د کوروالي پر مهال په بدن کې د خوښۍ اړوند هورمونونه ازادېږي، او د هغوی نشتوالی پر رواني حالت اغېز کوي.
درېيم بدلون د معافيت سيستم کمزوري کېدل دي. د څېړنو له مخې، منظم کوروالی د بدن دفاعي سيستم پياوړی کوي، او کله چې دا بهير ودريږي، بدن د ځينو ناروغيو پر وړاندې کمزوری کېدای شي او ژر ستړی کېږي.
څلورم او پنځم بدلونونه د وينې دوران او د زړه روغتيا پورې تړاو لري.
جاپاني متخصص وايي چې اوږدمهاله کوروالی نه کول کېدای شي د وينې جريان ورو کړي او د زړه د روغتيا پر حالت منفي اغېز وکړي. نوموړی ټينګار کوي چې متوازن ژوند، سالم فکر او صحي اړيکې د بدن او ذهن د روغ پاتې کېدو لپاره مهم رول لري.