یوې ښځې چې د زغم او بخښنې بېسارې بېلګه یې وړاندې کړې وه، په پای کې د هماغې پرېکړې قرباني شوه. دې ښځې د خپلې مور قاتل وبخښه، له زندانه تر خوشې کېدو وروسته یې مرسته ورسره وکړه او حتی هغه ته یې د کار زمینه هم برابره کړه. خو دا د بخښنې کیسه په ډېر دردناک ډول پای ته ورسېده.
دا پېښه د امریکا د اراکانس ایالت کې شوې ده، چې د خلکو احساسات یې سخت راوپارول. د راپورونو له مخې، ښځې غوښتل چې قاتل ته د نوي ژوند چانس ورکړي او هغه له جرمونو لرې وساتي. هغې باور درلود چې مینه او بخښنه کولی شي د انسان فکر او لوری بدل کړي.
خو له بده مرغه، هماغه سړی چې د هغې له خوا یې بشپړ باور ترلاسه کړی و، یو ځل بیا تاوتریخوالي ته مخه کړه. نوموړي ښځه ووژله، هغه ښځه چې د خپلې مور د وینې له حقه تېره شوې وه او د انسانیت لوړه درجه یې ښودلې وه.
دا پېښه یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا هر څوک د بخښنې وړ وي او که نه؟ همدارنګه دا هم څرګندوي چې د خطرناکو مجرمینو په اړه بېحده باور کله ناکله د ستر ناورین لامل ګرځي.
د اراکانس د دې دردناکې پېښې وروسته، ډېرو خلکو د عدالت، بخښنې او شخصي خوندیتوب ترمنځ د توازن پر اړتیا ټینګار کړی دی. دا کیسه نه یوازې د یوې ښځې د ژوند پای دی، بلکې د ټولنې لپاره یو سخت درس هم ګڼل کېږي.