د کابل په پوهنتون کې د پاکستاني استادانو د لوړو معاشونو په اړه تازه راپورونه د علمي او ټولنيزو کړيو جدي غبرګونونه راپارولي دي. د دغو راپورونو له مخې، په وروستيو مياشتو کې يو شمېر افغان استادان له دندو لېرې شوي او پر ځای يې پاکستاني استادان ګومارل شوي دي.

سرچينې وايي چې افغان استادان د بېلابېلو پلمو تر عنوان لاندې له پوهنتونه ايستل کېږي، خو په عین وخت کې بهرني استادان په ځانګړي ډول له پاکستان څخه استخدامېږي. دا بدلونونه د پوهنتون د علمي خپلواکۍ او ملي کادرونو د راتلونکې په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، هر پاکستاني استاد ته شاوخوا ۱۸۰ زره افغانۍ مياشتنی معاش ورکول کېږي، چې دا اندازه د ډېری افغان استادانو له معاشونو څو چنده لوړه ده. افغان استادان وايي چې دوی له کلونو تجربې او لوړو علمي اسنادو سره سره له مالي او اداري بېعدالتۍ سره مخ دي.
يو شمېر استادان او محصلين دا وضعيت د ملي کادرونو سپکاوی بولي او وايي چې دا ډول تګلاره د هېواد پر علمي بنسټونو ناوړه اغېز کولی شي. دوی ټينګار کوي چې بايد د هېواد خپل مسلکي استادان ملاتړ او تشويق شي.
تر اوسه د کابل پوهنتون مسؤلينو په رسمي ډول د دغو راپورونو په اړه څرګند دريځ نه دی نيولی، خو تمه ده چې د يادې موضوع په اړه روښانه وضاحت ورکړل شي، څو شته اندېښنې ختمې او د علمي عدالت فضا ټينګه شي.