ښځه د طبعي انز‌‌.. ال کېدو لپاره څو دقیقې کور.والي ته اړتیا لري ؟

د ښځې د طبيعي انزال (خلاصېدو) موضوع د جنسي روغتيا له مهمو بحثونو څخه ده، خو لا هم ډېر کسان پرې سم او علمي معلومات نه لري. د کارپوهانو په وينا، د ښځې بدن د نارينه وو په څېر ژر نه غبرګون ښيي او عموماً زيات وخت، ارامتيا او احساساتي خونديتوب ته اړتيا لري تر څو طبيعي انزال ته ورسېږي.

د يوې څېړنې له مخې، ډېری ښځې په طبعي ډول د خلاصېدو لپاره شاوخوا ۲۵ دقيقې کوروالي ته اړتیا لري. دا وخت يوازې د فزيکي عمل معنا نه لري، بلکې پکې د مخکيني ناز، مينه ناکو خبرو، لمس او احساساتي نږدېوالي رول هم ډېر مهم دی. څېړنه ښيي چې بې له دې پړاوونو، ښځې ډېری وخت بشپړ خوند نه شي اخيستی.

کارپوهان وايي چې د ښځې د انزال بهير تر ډېره د دماغ سره تړاو لري. که ښځه ذهناً آرامه نه وي، فشار ولري يا ځان خوندي احساس نه کړي، نو که کوروالي اوږد هم وي، بيا هم ممکن خلاصېدو ته و نه رسېږي. له همدې امله د وخت تر څنګ د چاپېريال او د مېړه چلند هم بنسټيز ارزښت لري.

همدارنګه دا بايد په ياد وساتل شي چې دا ۲۵ دقيقې يو عمومي اوسط دی، نه يو حتمي قانون. ځينې ښځې ممکن په لږ وخت کې خلاصې شي او ځينې نورې بيا زيات وخت ته اړتيا ولري. عمر، روغتيا، تجربه، هورموني حالت او د مېړه او ښځې ترمنځ اړيکه دا وخت کم يا زياتولی شي.

په پای کې، د سالم او خوندور کوروالي لپاره تر ټولو مهم اصل تفاهم او يو د بل درک کول دي. که مېړه د ښځې احساساتو او اړتياوو ته پاملرنه وکړي او کوروالي د بيړې پر ځای په حوصله او مينه ترسره شي، نو د ښځې د طبيعي انزال امکان ډېرېږي او د دواړو لورو لپاره اړيکه لا خوندوره کېږي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top