ښه خبر: د افغانستان د ریل پټلۍ په سيستم تاريخي پانګونه

روسي چارواکو یو ځل بیا د افغانستان د ریل پټلۍ په پراختیا کې د پراخې پانګونې لېوالتیا ښودلې ده. د روسیې د صدراعظم مرستیال الکسي اوورچک ویلي، مسکو چمتو دی چې د افغانستان د ریل پټلۍ د سیستم په پراخولو کې مهم رول ولوبوي.

اوورچک ویلي، په دې تړاو د افغانستان له حکومت سره رسمي خبرې پیل شوې دي او دواړه لوري د همکاریو پر عملي لارو چارو بحث کوي. د هغه په وینا، افغانستان د سیمې په ترانزیټي نقش کې مهم موقعیت لري او روسیه غواړي له دې موقعیته استفاده وکړي.

د روسیې د صدراعظم مرستیال ټینګار کړی چې د افغانستان له لارې د جنوبي آسیا هېوادونو ته رسېدل د مسکو له ستراتیژیکو اقتصادي اهدافو څخه دي. نوموړي زیاته کړې چې دا پروژه کولی شي د سیمې سوداګري او ترانزیټي اړیکې لا پیاوړې کړي.

هغه وویل، د ریل پټلۍ پراختیا نه یوازې د روسیې او افغانستان ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې کوي، بلکې افغانستان ته به د کارموندنې، عوایدو او زیربنایي ودې نوي فرصتونه هم برابر کړي.

شنونکي باور لري چې که دا پروژې عملي شي، افغانستان به د سیمې په مهم ترانزیټي مرکز بدل شي او د شمال او جنوب ترمنځ به د سوداګرۍ لپاره نوې دروازې پرانېستل شي، چې دا به د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز ولري.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top