امريکايي رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ له يوې نوې روغتيايي ستونزې سره مخ شوی او ويل کېږي چې د غوږونو د ناروغۍ له امله په سمه توګه خبرې نه شي اورېدلی.
د راپورونو له مخې، دا ستونزه د هغه د پخوانۍ رګونو ناروغۍ له تشخيص وروسته رامنځته شوې، چې اوس يې د اورېدو پر حس هم اغېز کړی دی.
سرچينې وايي ډاکټرانو ټرمپ ته ويلي چې د غوږونو طبيعي کار کمزوری شوی او د اورېدو د ښه کولو لپاره له ځانګړې طبي آلې کار اخلي.
خو تر اوسه د سپينې ماڼۍ يا د ټرمپ د شخصي ډاکټر له لوري د دې راپورونو رسمي تاييد يا رد نه دی شوی.
سياسي شنونکي وايي، که دا معلومات سم ثابت شي، نو کېدای شي د ولسمشر پر ورځنيو فعاليتونو او عامه ويناوو هم اغېز ولري، خو وروستۍ پرېکړه به د رسمي طبي راپورونو وروسته روښانه شي.