پاکستان په کابل د بمبارۍ د درولو په موخه د افغانستان پلازمېنې ته یو رسمي پیغام استولی دی. د راپورونو له مخې، دغه پیغام د وروستیو پوځي فشارونو او سرحدي ترینګلتیاوو په دوام کې لېږل شوی او پکې د بمباریو د بندېدو شرطونه بیان شوي دي.
په یاد پیغام کې ویل شوي، که افغان لوری د پاکستاني طالبانو مهم مشران اسلاماباد ته وسپاري، نو پاکستان چمتو دی چې په کابل او شاوخوا سیمو کې خپلې هوايي او توغندیزې حملې ودروي. دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان دا ډول غوښتنه مطرح کوي، خو دا ځل یې له ښکاره پوځي ګواښ سره یوځای کړې ده.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو مشران له افغان خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي او د اسلاماباد امنیت ته جدي ګواښ پېښوي. د دوی په وینا، تر هغه چې دغه مشران افغان خاوره کې خوندي وي، پاکستان به د ځان د دفاع حق خوندي ګڼي.
بل لور ته، افغان لوري تر اوسه د دې پیغام په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې تل ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پر ضد نه کارول کېږي او دا ډول غوښتنې د ملي حاکمیت خلاف بولي. سیاسي شنونکي وايي، دا پیغام ښيي چې د دواړو هېوادونو اړیکې یو خطرناک پړاو ته داخلې شوې دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې که دا ډول فشارونه دوام ومومي، نو د سیمې امنیت به لا پسې خراب شي او عام ولس به تر ټولو ستر زیان وویني. دوی ټینګار کوي چې د پوځي ګواښونو پر ځای، د خبرو او دیپلوماسۍ له لارې ستونزو ته د حل لاره وموندل شي، څو سیمه له نوې کړکېچ څخه وژغورل شي.