پاکستان په نړیوال ستېج سخت بې عزته شو

په نړيوال سټېج د پاکستان سخت سپکاوی وشو، هغه مهال چې د غزې د سولې په تړاو يوه مهمه غونډه روانه وه. د راپورونو له مخې، د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پاکستان د غزې د سولې بورډ ته د ګډون بلنه ورکړې وه، خو پېښه هلته بل ډول واوښته او موضوع په نړيواله کچه لانجمنه شوه.

د غونډې پر مهال اسرایلو د نړيوالو استازو په حضور کې يو سخت او بې‌ساری دريځ ونيو. اسرایلي لوري په ښکاره ډول اعلان وکړ چې پاکستان يو تروريستي هېواد دی او تور يې پورې کړ چې دغه هېواد د ترهګرو ډلو د روزنې او ملاتړ سابقه لري، چې دا خبره د غونډې فضا ډېره تاوده کړه.

اسرایلو همداراز وويل چې داسې يو هېواد د غزې د سولې په بورډ کې د ګډون حق نه لري. د دوی په وينا، د سولې بهير بايد د هغو هېوادونو له خوا پرمخ يووړل شي چې د تاوتريخوالي پر ځای د سياسي حل لارې ملاتړ کوي، نه هغه لوري چې د جګړو او ورانکارۍ تورونه پرې لګېدلي وي.

په دې لړ کې اسرایلي چارواکو دا هم ټينګار وکړ چې پاکستاني ځواکونه به هېڅکله غزې ته د داخلېدو اجازه و نه لري. د دوی په اند، د امنيت ټينګښت او د سولې ساتنه بايد د باور وړ او بې‌طرفه لورو ته وسپارل شي، نه هغو ته چې پرې نړيوالې نيوکې موجودې وي.

دغه پېښه د نړيوالو سياسي شنونکو له‌خوا د پاکستان لپاره يو ستر ديپلوماتيک شرمندګی بلل شوی دی. شنونکي وايي، دا ډول څرګندونې نه يوازې د پاکستان نړيوال حيثيت ته زيان رسوي، بلکې د سيمه‌ييزو او نړيوالو اړيکو په ډګر کې هم د اسلام‌اباد لپاره نوې ننګونې زېږوي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top