پاکستان د هغو افغان قومونو رسمي نوملړ اعلان کړ چې له هېواده به نه شړل کېږي. دغه اعلان د دې هېواد د حکومت له خوا شوی چې ځینې لږکي افغان قومونه، په ځانګړې توګه تاجکان او هزاره ګان، د اخراج له پرېکړې مستثنا اعلان شوي دي. د دې پرېکړې موخه د پاکستان د ادعا له مخې د سيمهییزو ګټو خوندي کول ښودل شوي دي.
د پاکستان د حکومت ځینې سرچینې وايي، دغه پریکړه د افغان هېواد دښمنه کسانو په اړه ده، چې پاکستان غواړي له خپلو استخباراتي او امنيتي موخو څخه ګټه واخلي. د دوی په وینا، نوموړې قومونه به په مستقیمه توګه د افغانستان په ضد د پاکستان د پالیسۍ په عملي کولو کې کارول کېږي.
په دې نوملړ کې شامل تاجکان او هزاره ګان د پاکستان له نظره لږکي او د هغو افغان ټولنو استازيتوب کوي چې د سيمې په سياست کې ځانګړی رول لري. حکومت د دې قومونو د نه شړلو پرېکړه د خپلو داخلي او خارجي امنيتي ګټو د ساتنې لپاره مهمه بولي.
شنونکي وايي، دغه اقدام ممکن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماسۍ او سيمهییزو اړيکو په ډګر کې نوې ستونزې راپيدا کړي. د دوی په وینا، د قومونو په کارولو له سياسي او امنيتي اهدافو سره ممکن د افغان ولس په منځ کې د بې باورۍ او تنش سبب شي.
له بلې خوا، د افغان لوري رسمي غبرګون تراوسه نه دی خپور شوی، خو سياسي څارونکي ټینګار کوي چې د سيمې د امنيت او ثبات لپاره اړينه ده چې دواړه هېوادونه له قومي توپيرونو او د خلکو د کارونې پر ضد عملي او سولهیيزې لارې ولټوي.