پاکستان د افغان حکو.مت د ر.سميت پېژندنې اړوند مهم اعلان وکړ

پاکستان د افغان حکومت د رسميت پېژندنې په تړاو یو مهم اعلان کړی چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي. دا څرګندونې د پاکستان د پخواني سفیر له لوري شوې چې د سیمې پر سیاسي وضعیت یې نوې پوښتنې راپورته کړې دي.

د پاکستان پخواني سفیر منصور ویلي، که چېرې په افغانستان کې موجود حکومت چپه شي، نو پاکستان به له نوي رامنځته کېدونکي حکومت سره د رسمي اړیکو د جوړولو او هغه د رسميت پېژندنې لپاره چمتو وي.

هغه زیاته کړې چې د پاکستان پالیسي د سیمې د ثبات، امنیت او سیاسي واقعیتونو پر بنسټ ولاړه ده، او اسلام‌اباد به تل د خپلو ملي ګټو په رڼا کې پرېکړې کوي.

د منصور دا څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي ننګونو سره مخ دی او نړیواله ټولنه لا هم د اوسني حکومت د رسميت پېژندنې په اړه واحد دریځ نه لري.

سیاسي شنونکي وایي چې د پاکستان د پخواني سفیر دا ډول څرګندونې کولای شي د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د سیمې پر سیاسي فضا اغېز ولري، خو عملي بدلونونه به د حالاتو له پرمختګ سره تړلي وي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top