هندۍ پېغله چې د ځان نه څو چنده زاړه ميلياردر سره يې واده کړی، وايي د واده وروسته يې جنسي ژوند بشپړ ناکام شوی دی. د هغې په وينا، هغې فکر کاوه چې تجربه او امکانات به ګډ ژوند اسانه کړي، خو عملي واقعيت بل ډول وخوت او تمې يې پوره نه شوې.
نوموړې وايي چې د دوی ترمنځ اړيکه ډېره لنډه وي او ژر پای ته رسېږي. د هغې په خبره، مېړه يې خپله اړتیا ژر پوره کوي، خو هغې ته هېڅ پام نه کېږي او ډېری وخت په نيمګړتيا او انتظار کې پاتې کېږي، چې دا ورته سخت ذهني فشار جوړ کړی دی.
هغې زياته کړه چې دا حالت يوازې جسمي نه، بلکې روحي ستونزه هم ګرځېدلې ده. وايي کله چې اړيکه پيل شي او سمدستي ختمه شي، نو ښځه ځان بېارزښته احساسوي او ورو ورو يې د خوښۍ حس له منځه ځي.
د پېغلې په وينا، د عمر لوی توپير د دې ستونزې اصلي لامل دی، ځکه چې د زاړه مېړه جسمي توان د ځوانې ښځې له غوښتنو سره سمون نه خوري. وايي شتمني، قصرونه او قېمتي ډالۍ هغه خلا نه شي ډکولی چې په ګډ ژوند کې موجوده ده.
په پای کې نوموړې نورو نجونو ته خبرداری ورکوي چې د واده پرېکړه دې يوازې د پيسو او لوکس ژوند پر بنسټ نه کوي. د هغې په خبره، که عاطفي او جسمي همغږي نه وي، نو ګډ ژوند که هر څومره شتمن هم وي، بيا هم د يو لوري لپاره دردناک تمامېږي.