هسپانیا کې یو شرکت خپلو کار کوونکو ته د کور.والي لپاره نيم ساعت رخصتي ورکوي

د هسپانيا په يوه خصوصي شرکت کې نوې تګلاره اعلان شوې چې له مخې به کارکوونکو ته هره ورځ د نيم ساعت ځانګړې دمه ورکول کېږي، څو د ذهني فشار کمولو او شخصي ارامتيا لپاره ترې ګټه واخلي. د شرکت د مسوولينو په وينا، دا پرېکړه د کارکوونکو د روحي سلامتيا او کاري تمرکز د لوړولو لپاره شوې ده.

د يادې تګلارې له مخې، هغه کارکوونکي چې له خپل ژوند ملګري سره اړيکه لري، کولی شي دا وخت د خپل شخصي ژوند د تنظيم لپاره وکاروي. شرکت وايي چې د کورني ژوند ثبات د انسان پر روحي حالت مثبت اغېز لري او دا اغېز په کار کې هم ښکاره کېږي.

خو د شرکت په بيان کې دا هم ويل شوي چې هغه کارکوونکي چې مجرد دي، يا له خپل ژوند ملګري لرې ژوند کوي، د دې دمې د کارولو لپاره به له محدوديت سره مخ نه وي. د شرکت په وينا، هر کس حق لري چې د خپل بدن او ذهن د ارامتيا لپاره قانوني او شخصي لارې وټاکي.

دا پرېکړه په هسپانيا کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. ځينې کسان دا ګام د کارکوونکو د حقونو په برخه کې پرمختګ بولي، خو نور بيا وايي چې دا ډول مسايل بايد د کار ځای پر ځای د شخصي ژوند په چوکاټ کې پاتې شي.

د ټولنيزو چارو شنونکي وايي چې دا ډول تګلارې ښيي چې ځينې اروپايي شرکتونه د دوديزو کاري اصولو څخه يو نوی لوری نيسي. که څه هم دا تجربه لا نوې ده، خو تمه کېږي چې د وخت په تېرېدو سره به يې اغېزې پر توليد، نظم او ټولنيزو بحثونو لا روښانه شي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top