فرانسوي مامور 250 ښځې مجبوره کړې دي چې د مرکې په مهال متيازې وکړي

يوه فرانسوي ملکي مامور د دندو د مرکې په مهال 250 ښځو ته داسې درمل ورکول چې هغوی څو دقیقې وروسته فورا د متيازو کولو اړتیا حس کړي

دې مامور به ښځو ته دا درمل په اوبو کې ورکړل بيا به یې ورته وویل چې غواړي بهر قدم ووهي او يو څو پوښتنې وکړي

کله به چې د قدم په مهال څو دقيقې تېری شوی ښځو به ناڅاپي په عاجل ډول د متيازو کولو اړتیا حس کړه او دا چې دفتر به بېرته لرې و همدلته به یې دده په وړاندې متيازې کولې

يو ښځې چې پوليسو ته یې شکايت کړی و پخپل بيان کې ويلي و چې دې مامور د متيازو کولو په مهال هم دوه سترګې ورته نیولې او ان بل طرف ته یې هم نه کتل

ددې مامور قضیه په محکمه کې روانه ده او تراوسه پورې کومه پریکړه نده شوې، ګڼ شمېر ښځو دده په ضد خپل شکایت ثبت کړی دی.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top