يوې ۶۰ کلنې استراليايۍ ښځې اعتراف کړی چې له شاوخوا ۴۰ کلونو راهيسې يې کوروالی نه و کړی، خو وروسته يې په لوړ عمر کې د جنسي کار پرېکړه وکړه. نوموړې وايي د خپل ژوند ډېره برخه يې د مذهب تر اغېز لاندې تېره کړه او تل به يې فکر کاوه چې جنسي اړيکې ګناه ده.
دې ښځې وويل چې د ځوانۍ له کلونو راهيسې په يوه کليسا کې دنده ترسره کوله او خپل ټول ژوند يې د مذهبي اصولو له مخې تنظيم کړی و. د هغې په وينا، همدې باورونو لامل شول چې له واده او کوروالي ځان لرې وساتي او دا پرېکړه د کلونو لپاره بدله نه کړي.
خو نوموړې ادعا کوي چې وروسته يې د کليسا دننه داسې پېښې وليدې چې د هغې ټول باورونه يې تر پوښتنې لاندې راوستل. هغې وويل چې د کليسا ځينو مشرانو په پټه جنسي اړيکې لرلې، حال دا چې نورو ته به يې د سخت پرهېز نصيحت کاوه. دا حالت هغې ته سخت روحي ټکان ورکړ.
د همدې تجربو له امله، هغې وويل چې نور نه غواړي د تېرو ۴۰ کلونو د کوروالي نه کولو «قصور» ټول عمر پر اوږه يوسي. نوموړې زياته کړه چې پرېکړه يې وکړه خپل ژوند بدل کړي او هغه څه تجربه کړي چې تر دې مخکې ترې محرومه پاتې شوې وه.
اوس دا ۶۰ کلنه ښځه وايي چې د جنسي کار له لارې يې نه يوازې مالي خپلواکي موندلې، بلکې پر خپل بدن او ژوند د واک احساس هم لري. هغې ټينګار وکړ چې دا پرېکړه يې د اعتراض او ځان پېژندنې په توګه کړې او غواړي نورو ښځو ته دا پيغام ورکړي چې د عمر او ټولنيزو فشارونو پروا ونه کړي.