يوې پاکستانۍ ډاکټرې د واده شويو جوړو لپاره په يوه روغتيايي ناسته کې وويل: «د کوروالي پر مهال د ښځې سترګو او مخ ته زيات پام وکړئ، ځکه د ښځې احساسات تر ډېره په همدغو نښو کې ښکاره کېږي.» هغې وويل چې ښځه کله له زړه خوښ او راضي وي، نو دا خوښي يې په سترګو کې ځلېږي او په شونډو کې نرمه خندا څرګندېږي، چې دا د هغې د رضایت او شوق ښکاره نښه ده.
ډاکټرې زياته کړه: «زه تل خپلو مراجعينو ته وايم چې يوازې جسمي حرکتونو ته مه ګورئ، بلکې د ښځې مخ او سترګې ولولئ. که د هغې په سترګو کې رڼا، ارامي او خندا وه، نو پوه شئ چې هغه په مینه او خوښۍ سره برخه اخلي.» د هغې په وينا، د بدن ژبه ډېر وخت د ښځې د دروني احساساتو ښه انځور وړاندې کوي.
هغې وويل چې کله ښځه له حالته خوند اخلي، نو د مخ عضلې يې نرمېږي، سترګې يې ځلېږي او کله ناکله بې اختياره موسکا کوي. «دا طبيعي نښې دي چې ښيي ښځه په شوق او شهوت کې ده،» ډاکټرې په ډاګه کړه، «خو که د هغې مخ جدي، بې روحه يا اندېښمن ښکاري، نو دا معنا لري چې يا ارامه نه ده يا زړه يې نه دی.»
پاکستانۍ ډاکټرې ټينګار وکړ چې مېړه ته پکار ده د ښځې احساساتو ته درناوی وکړي او د هغې د مخ له نښو سره سم خپل چلند تنظيم کړي. «که په سترګو او خوله کې خندا وه، نو دا د رضا او شوق څرګندونه ده؛ خو که دا نښې نه وي، نو بايد سمدستي ودرېږي او خبرې ورسره وکړي.»
په پای کې هغې وويل: «کوروالي يوازې يو جسمي عمل نه دی، بلکې د دواړو ترمنځ عاطفي تړاو دی. که مېړه د ښځې سترګو او مخ ته په ځير وګوري او د هغې خندا درک کړي، نو پوه به شي چې مېرمن يې په رښتيا سره له دې اړيکې خوند اخلي او په مينه او شهوت سره ورسره ملګرې ده.»