د افغانستان کرکټ بورډ وروستۍ پرېکړه دا ده چې له دې وروسته به افغان لوبغاړي په يوه کال کې يوازې په درېيو سوداګريزو ليګونو کې د لوبېدو اجازه لري او تر دې زياتو ليګونو کې به ګډون نشي کولی. دا پرېکړه د کرکټ بورډ له لوري د يو نوي قانون په توګه اعلان شوې، چې موخه يې د ملي لوبډلې د پروګرامونو خوندي کول او د لوبغاړو فزيکي او ذهني ستړيا کمه ول ښودل شوې ده.
د کرکټ بورډ مسوولين وايي، په تېرو کلونو کې يو شمېر لوبغاړي د زياتو سوداګريزو ليګونو له امله يا خو ټپيان شوي او يا هم د ملي لوبډلې مهمو سياليو ته پر وخت نه دي رسېدلي. د دوی په وينا، دا قانون به د دې سبب شي چې لوبغاړي د ملي ټيم لپاره زيات تمرکز ولري او د هېواد په رسمي سياليو کې پوره ګډون وکړي.
خو ويل کېږي چې دې پرېکړې او نوي قانون ځينې مخکښ لوبغاړي غوسه کړي دي. د معلوماتو له مخې، د راشد خان په ګډون يو شمېر ستوري لوبغاړي د دې محدوديت سره موافق نه دي او باور لري چې دا پرېکړه به د دوی پر مسلکي ازادۍ او عايداتو منفي اغېز وکړي. دوی وايي، سوداګريز ليګونه د تجربې، شهرت او مالي ثبات مهمه سرچينه ده.
د لوبغاړو نيوکه دا ده چې افغان کرکټران د نړيوالو ستورو په څېر ډېرې مالي اسانتياوې نه لري، نو د ليګونو محدودول به د هغوی راتلونکی له خطر سره مخ کړي. ځينې لوبغاړي دا هم وايي چې د نورو هېوادونو کرکټ بورډونه خپلو لوبغاړو ته دا ډول سخت محدوديتونه نه لګوي او افغانستان بايد هم ورته انعطاف ولري.
په ټوله کې دا موضوع اوس د افغان کرکټ په کړيو کې د بحث توده موضوع ګرځېدلې ده. يو لوری د ملي ګټو او نظم خبره کوي او بل لوری د لوبغاړو د حقونو او مسلکي ازادۍ دفاع کوي. تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې د کرکټ بورډ او لوبغاړو ترمنځ خبرې وشي، څو داسې حللار پيدا شي چې هم د ملي لوبډلې ګټه پکې وي او هم د لوبغاړو اندېښنې تر يوه بريده راکمې شي.