د پاکستان د پوځ وياند وايي په افغانستان کې اصلا حکومت شتون نلري بلکې د يوې ډلې لخوا یو غصب او قبض شوې سيمه او خلک دي.
د پاکستان د پوځ وياند په افغانستان باندې تور پورې کړ چې د ټولې نړۍ ترهګر پکې راټول شوي دی او ټولې سیمې او نړۍ ته يې خطر جوړ کړی دی.
احمد شریف چوهدري په داسې حال کې د افغانستان موجود حکومت باندې توندې نيوکې کوي او په نشت یې حسابوي چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا ددواړو هېوادونو د اړيکو رغېدو ته هيلې پيدا شوې وې.
په سيمه کې یوازنی هېواد چې د افغانستان اوسنی حکومت یې په رسميت پېژندلی روسیه ده د روسیې پرته هېڅ هېواد د افغانستان اوسنی حکومت د یوه حکومت په توګه په رسميت نه پېژني.
خو ټوله نړۍ ورسره رسمي اړيکې لري او د یوه مسول حکومت په توګه و سره راشه درشه او راکړه ورکړه لري.