د پاکستان ولسمشر: د ټولې نړۍ له ډاډګيرنې مننه کوم، افغانستان ته هم وايم

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د وروستي خونړي بريد په غبرګون کې يو توند او جدي دريځ خپل کړی او ويلي يې دي چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو او بنسټونو څخه د خواخوږۍ او ډاډګيرنې مننه کوي. هغه وويل، دا ډول ملاتړ د پاکستان لپاره مهم دی، خو تر ټولو اړينه خبره دا ده چې د بريد اصلي عاملين وپېژندل شي او حساب ورڅخه واخيستل شي.

زرداري په خپلو څرګندونو کې وويل چې افغانستان هم دغه بريد غندلی، خو ټينګار يې وکړ چې يوازې غندنه بسنه نه کوي. د هغه په وينا، که له افغانستان څخه د وسله‌والو د تګ راتګ مخه ونه نيول شي، نو دا به د سيمې لپاره يو دوامدار امنيتي ګواښ پاتې شي. نوموړي زياته کړه چې پاکستان نور د تشو ژمنو زغم نه لري.

د پاکستان ولسمشر په مستقيم ډول وويل: «هغوی ته وايم دا بريد تاسو کړی دی»، او ادعا يې وکړه چې د دغه ډول بريدونو پايله يوازې پاکستان نه، بلکې ټوله سيمه اغېزمنوي. هغه وويل، دا ډول کړنې د ترهګرۍ نوې څپه پياوړې کوي او د سولې ټولې هڅې کمزورې کوي.

زرداري دغه وضعيت د نړۍ لپاره له يو ستر تاريخي ګواښ سره پرتله کړ او ويې ويل چې اوس يو ځل بيا د سېپټمبر د یولسمې د پېښې په څېر يو خطر رامنځته شوی دی. د هغه په خبره، که نړيواله ټولنه پر وخت جدي ګامونه وانخلي، نو دا اور به يوازې يو هېواد پورې محدود پاتې نه شي.

په پای کې، د پاکستان ولسمشر له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د ترهګرۍ پر ضد په عملي ډول اقدام وکړي او پر هغو هېوادونو فشار واچوي چې د ده په ادعا د امنيتي ګواښونو سرچينه ګرځي. هغه ټينګار وکړ چې پاکستان سولې ته ژمن دی، خو د خپل ولس د امنيت په اړه به هېڅ ډول نرمښت و نه ښيي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top