۱) د راپورونو له مخې پاکستان د صادراتو د کمېدو له امله له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی، چې د سوداګریز زیان کچه یې په څرګند ډول لوړه شوې ده.
۲) د یو کال په حساب د پاکستان سوداګریز زیان ۳۴.۶ سلنه زیات شوی او ۱۹ میلیارده او ۲۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلی، چې دا د اقتصاد لپاره د اندېښنې وړ شمېرل کېږي.
۳) په همدې موده کې واردات ۱۱.۸ سلنه زیات شوي او ۳۴.۴ میلیارده ډالرو ته رسېدلي، خو صادرات بیا ۸.۷ سلنه راکم شوي او یوازې ۱۵.۱۸ میلیارده ډالرو ته ټیټ شوي دي.
۴) یوازې د ډسمبر په میاشت کې سوداګریز زیان د تېر کال په پرتله ۲۳.۸ سلنه زیات شوی، چې لامل یې د صادراتو ۲۰.۴ سلنه کمښت او د وارداتو لږ زیاتوالی بلل کېږي.
۵) احصایې ښيي چې د زیان د زیاتېدو لړۍ له جولای تر سپټمبر پورې روانه وه، خو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ، د لارو تړل کېدو او د سوداګرۍ درېدلو وروسته اقتصادي فشارونه لا پسې زیات شوي دي.