د يوه ورځ د سلو کسانو سره کور.والی کوونکې نجلۍ ژړا او اوښکې

په يوه ورځ د سلو کسانو سره د کوروالي له ادعا وروسته، مشهوره شوې نجلۍ ليلي پيليپس په يوه تازه مرکه کې له سخت روحي فشار سره مخ ښکاره شوه. هغې د مرکې پر مهال په ژړا کې وويل چې دا موضوع يوازې د شهرت کيسه نه وه، بلکې د هغې د شخصي ژوند لپاره يې درنې پايلې لرلې. د ليلي په وينا، دا تجربه د هغې له تمې ډېره سخته وه.

ليلي پيليپس وويل چې تر ټولو لوی صدمه هغې ته هغه مهال ورسېده، کله چې مور او پلار يې د نوموړي عمل له امله له کوره وشړله. هغې زياته کړه چې کورنۍ يې دا کار د خپلې ټولنيزې او اخلاقي پولې خلاف وباله او له هغې سره يې خپلې اړيکې پرې کړې. دا پرېکړه د ليلي لپاره ډېر دردناکه تمامه شوه.

نوموړې په مرکه کې ومنله چې که څه هم دا کار يې د خپل اختيار له مخې کړی و، خو د پايلو په اړه يې ژور فکر نه و کړی. هغې وويل چې ټولنيز فشار، رسنۍ او د خلکو سخت غبرګونونه يې ذهني روغتيا سخت زيانمنه کړې ده. ليلي زياته کړه چې ځينې وختونه شهرت انسان يوازېتوب ته ټېل وهي.

ليلي پيليپس د ښځو د ازاد انتخاب په اړه هم خبرې وکړې، خو ټينګار يې وکړ چې ازادي بايد د ذهني او کورني امنيت په بيه نه وي. هغې وويل چې ټولنه ډېری وخت ښځې ژر قضاوت کوي، خو د هغوی د رواني حالت او شرايطو په اړه فکر نه کوي.

د مرکې په پای کې، ليلي د نورو ځوانانو لپاره پيغام درلود چې د لنډمهاله شهرت او ټولنيزو شبکو د پام ترلاسه کولو پر ځای دې د خپلو پرېکړو اوږدمهاله اغېزې هم په نظر کې ونيسي. هغې وويل چې اوس تر هر څه زيات د خپلې کورنۍ بښنې او د عادي ژوند ته د بېرته ستنېدو هيله لري.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top