يوې کاناډايي نجلۍ په لندن کې د يوه هلک سره د فېسبوک یارانه پيل کړه، دا نجلۍ او هلک کلونه د يو بل سره د فېسبوک له لارې غږېدل، بلاخره نجلۍ پریکړه وکړه چې د هغه د ليدنې لپاره د کاناډا څخه لندن ته ولاړه شي.
کله چې دا لندن ته ولاړه نو دغه هلک يو نورمال ژوند نه درلوده، شپه ورځ پخپل اپارتمان کې و نه يې چکر وهه، نه یې کوم کار او دنده ترسره کوله ددې ډول ژوند سره دا نجلۍ په تنګ شوه.
د بل لوري دې هلک ورځ تر بلې په نجلۍ باندې کنټرول زياتوه او وروسته څو ځل داسې پېښ شول چې دا نجلۍ ووهي بلاخره حالات ډېر خراب شول او نجلۍ پریکړه وکړه چې بېړته کاناډا ته ولاړه شي.
په هغه ورځ چې دې غوښتل بېرته ولاړه شي دغه هلک لومړی ته ستوني ونیوه او ساه یې وربنده کړه وروسته يې 90 ځله په چاقو ووهله او قتل یې کړه.
پوليسو دا هلک نیولی دی او محکمې ورته د 23 کاله زندان حکم ورکړی دی، د نجلۍ مور چې زړه يې نه و خو له مجبورۍ یې خپلې لور ته اجازه ورکړې وه چې لندن ته ولاړه شي بیا هېڅکله د خپلې لور په ليدو بريالۍ نشوه.