د سيمې نوی تاوتريخوالی؟ ازبکستان په لومړي ځل د افغان حکومت پر تګلارو سخته نيوکه کړې ده او ويلي يې دي چې په افغانستان کې د قومي او ژبني حقونو موضوع د اندېښنې وړ ګرځېدلې ده. د ازبکستان د بهرنيو چارو اړوندو سرچينو په وينا، تاشکند له نږدې د افغانستان کورنی وضعيت څاري او نه غواړي چې دا ډول مسلې د سيمې پر ثبات منفي اغېز وکړي.
ازبکستان په ځانګړي ډول دا پوښتنه راپورته کړې چې ولې د افغانستان د ځينو ولايتونو د دولتي ادارو له لوحو څخه ازبکي ژبه لرې شوې ده. د دوی په اند، ازبکي ژبه د افغانستان د رسمي ژبو له ډلې ده او په هغو سيمو کې چې ازبکان پکې مېشت دي، د دې ژبې لرې کول د خلکو د حقونو خلاف اقدام بلل کېږي.
د تاشکند چارواکو ټينګار کړی چې دا ډول پرېکړې کولای شي قومي حساسيتونه راوپاروي او د ټولنيز بېباورۍ لامل شي. دوی ويلي چې افغانستان يو څو قومي هېواد دی او د ټولو قومونو او ژبو درناوی د دوامدار ثبات لپاره اړين دی. ازبکستان اندېښنه ښودلې چې که دې موضوع ته پاملرنه ونه شي، نو ښايي داخلي ستونزې لا ژورې شي.
په همدې حال کې د سياسي چارو شنونکي وايي چې دا د ازبکستان له لوري لومړی ځل دی چې په ښکاره ډول د افغان حکومت پر داخلي پاليسيو نيوکه کوي. د دوی په باور، دا څرګندونې يوازې د ژبې موضوع نه ده، بلکې د سيمهييزو اړيکو او د افغانستان د نړيوال انځور سره هم تړاو لري.
تر اوسه د افغان حکومت له لوري د ازبکستان دغو نيوکو ته رسمي او روښانه ځواب نه دی ورکړل شوی. خو څارونکي وايي، که حکومت د ژبو او قومونو په اړه شفافه او ټولشموله تګلاره خپله نه کړي، نو ښايي دا ډول نيوکې زياتې شي او د سيمې پر سياسي فضا نور هم فشار واچوي.