د سعودي وليعهد د پاکستان د پوځ له مشر سره ليدنه رد کړه؟

سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د پاکستان د پوځي رژیم له مشر عاصم منیر سره د لیدنې څخه انکار کړی دی۔

د پاکستان پخواني پوځي افسر عادل راجا په یوه ویډیو کې ویلي چې د عاصم منیر تر څنګ ځینو نورو هم له دې لیدنې تمه لرله، خو شهزاده محمد بن سلمان له هغوی سره د لیدو غوښتنه رد کړې ده۔

عاصم منیر غوښتل چې ریاض ته سفر وکړي، خو د سعودي ولیعهد نه یوازې دا چې له عاصم منیر سره یې د لیدنې څخه انکار وکړ، بلکې له هېڅ یو پاکستانی مشر سره یې هم د لیدو ډډه کړې ده۔

عاصم منیر د متحده عربي اماراتو ولسمشر محمد بن زاید خپل مشر بللی دی۔

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت په نړیواله کچه خپل اعتبار له لاسه ورکړی او د ګڼو تورونو او سختو لانجو لاندې دی.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top