زلمی خلیلزاد ویلي چې د دوحې په تړون کې افغانستان د پاکستان سره هېڅ ډول رسمي ژمنه نه ده کړې او دا تړون یوازې د افغانستان او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی و. نوموړي ټینګار کړی چې په دې تړون کې د درېیم هېواد په توګه د پاکستان نوم نه دی راغلی او هېڅ ماده پکې نشته چې افغانستان دې د پاکستان پر وړاندې ځانګړې ژمنې وکړي.
هغه زیاته کړې چې د دوحې تړون اساسي موخه په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول، د بهرنیو ځواکونو وتل او د افغان خاورې نه د نورو هېوادونو پر ضد د ګواښ مخنیوی و. د خلیلزاد په وینا، دا ژمنې عمومي بڼه لري او د سیمې ټولو هېوادونو ته یو شان تطبیقېږي، نه دا چې یوازې د پاکستان لپاره ځانګړې شوې وي.
زلمي خلیلزاد دا هم ویلي چې که پاکستان اوس غواړي له افغانستان سره ځانګړې امنیتي یا سیاسي هوکړه ولري، نو دا کار یوازې د نوي او جلا تړون له لارې کېدای شي. هغه ټینګار کړی چې داسې هوکړه باید د دواړو هېوادونو د متقابل احترام او ملي ګټو پر بنسټ وي.
نوموړي څرګنده کړې چې د سیمې ثبات د افغانستان او پاکستان د اړیکو له ښه کېدو سره تړلی دی، خو دا اړیکې باید د فشار او الزام پر ځای د خبرو او تفاهم له لارې مخ ته ولاړې شي. خلیلزاد زیاته کړې چې یو اړخیزې غوښتنې د ستونزو د حل لار نه شي کېدای.
په پای کې زلمي خلیلزاد ویلي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او د هر ډول نړیوال تړون په اړه خپله پرېکړه پخپله کوي. د هغه په وینا، د سیمې هېوادونه باید د افغانستان حاکمیت ته درناوی ولري او د ستونزو د حل لپاره د نوي تعامل او همکارۍ لاره خپله کړي.