د جن. سي فلمونو اداکاره: په موږ سخت ظلم کېږي

د جنسي فلمونو یو شمېر لوبغاړې وایي چې د دې صنعت تر شا تریخ حقیقت پټ دی. د هغوی په وینا، ډېری وخت ورسره د انسان په شان چلند نه کېږي او له سختو شرایطو سره مخ وي.

هغوی زیاتوي چې د زر او یا دوه زره ډالرو په بدل کې ترې غوښتنه کېږي څو اوږدې شپې په داسې صحنو کې ګډون وکړي چې ذهني او جسمي فشار پکې ډېر وي. دا کار د پیسو لپاره د مجبوریت له امله ترسره کېږي.

لوبغاړې وایي، سپکاوی، لفظي بد چلند او ان ځورونه د ځینو ثبتونو عادي برخه ګرځېدلې ده. ډېری وخت د هغوی شکایتونو ته څوک غوږ نه نیسي.

دوی ټینګار کوي چې قراردادونه عادلانه نه وي او د خوندیتوب اصول ډېر ځله تر پښو لاندې کېږي. همدا لامل دی چې ګڼې ښځې له رواني ستونزو سره مخ کېږي.

په پای کې دغه لوبغاړې له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د دې صنعت څارنه جدي کړي، د ښځو حقونه خوندي کړي او د انساني کرامت درناوی تضمین شي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top