د پاکستان له لوري د تورخم د لارې د بيا پرانيستلو غوښتنې ته افغان حکومت رسمي ځواب ورکړی او ويلي يې دي چې د دې مهمې تجارتي لارې پرانيستل به يوازې د ځانګړو شرطونو تر منلو وروسته ممکن وي. د افغان لوري په وينا، تورخم يوه نړيواله تجارتي او ترانزيتي لاره ده او بايد د سياسي فشار يا يو اړخيزو پرېکړو قرباني نه شي.
افغان حکومت ټينګار کړی چې پاکستان بايد نور هيڅکله د تورخم دروازه په يو طرفه ډول ونه تړي، ځکه دا کار د نړيوالو تجارتي اصولو او تعهداتو ښکاره سرغړونه ده. د کابل په باور، د لارې ناڅاپي بندېدل نه يوازې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته زيان رسوي، بلکې د سيمې پر اقتصاد هم منفي اغېز لري.
په دويم شرط کې افغان لوري له پاکستان څخه غوښتي چې د تورخم د تېر بندښت له امله د افغان سوداګرو ټول مالي تاوانونه ادا کړي. افغان چارواکي وايي چې د لارو بندېدو له کبله ميليونونه ډالر زيان اوښتی، سوداګريز مالونه خراب شوي او د سوداګرو باور سخت زيانمن شوی دی.
درېيم شرط د افغان موټروانانو لپاره د اسانتياوو په اړه دی. افغان حکومت غواړي چې پاکستان افغان موټروانانو ته لږ تر لږه د يو کال ويزې ورکړي، تر څو هغوی وکولای شي له بې ضرورته ستونزو، ځنډونو او سپکاوي پرته خپل کار ترسره کړي او سوداګريز بهير عادي حالت ته وګرځي.
په څلورم او وروستي شرط کې د افغان کډوالو موضوع ياده شوې ده. افغان حکومت وړانديز کړی چې پاکستان دې د ورځني ستنېدونکو کډوالو لپاره يوه معلومه شمېره وټاکي او په يوه ورځ دې يوازې هماغه ټاکل شوې اندازه کډوال افغانستان ته ولېږي، تر څو د بشري، امنيتي او لوژستيکي ستونزو مخه ونيول شي. افغان لوری وايي چې د دغو شرطونو منل به د تورخم د دايمي ثبات او د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه کېدو لامل شي.