د افغانستان او امریکا په خبرو کې پرمختګ وشو، امريکا‌ غواړي کابل کې…

د افغانستان لپاره د امريکا پخوانی استازی وايي چې د افغانستان د اوسني حکومت او امريکا ترمنځ په خبرو کې يو څه پرمختګ شوی دی

دی وايي چې افغان حکومت ومنله چې دوه امريکايي بندیان به خوشي کړي خو دريم افغان اصله امريکايي بندي په هکله لا پرمختګ ندی شوی.

نوموړی زياتوي چې هڅی روانی دي دريم بندي په هکله هم خبرو کې پرمختګ وشي پدې سره به د افغانستان او امريکا اړيکې رسماً يو بل پړاو ته واوړي.

د خليلزاد په خبره د امريکا حکومت غواړي په کابل کې خپل سفارت پرانیزي خو ددې لپاره لازمه چې د افغانستان اوسنی حکومت ټول امريکايي تابعيت لرونکي زندانيان خوشي کړي.

د يادونې وړ ده چې نن د افغانستان حکومت په رسمي ډول ومنله چې دوه نور امریکايي بندیان ددوي سره شتون لري او د امريکا سره ورباندې خبرې شوې دي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top