په اروپايي ټولنه کې د پاکستاني وګړو د غیرقانوني موجودیت پر ضد غوسه ورځ تر بلې په زیاتېدو ده. تازه راپورونه ښيي چې د پولنډ امنیتي ادارو ۲۵ پاکستاني کډوال نیولي او د چټکو اجراآتو وروسته یې بېرته پاکستان ته استولي دي. دا اقدام د اروپايي هېوادونو د سخت دریځ څرګندونه کوي چې غواړي د ناقانونه کډوالۍ مخه ونیسي.
د چارواکو په وینا، نیول شوي کسان د استوګنې قانوني اسناد نه لرل او د سرحدي قوانینو څخه یې سرغړونه کړې وه. د پولنډ سرحدي ځواک ویلي چې په وروستیو میاشتو کې د غیرقانوني تګ راتګ پېښې زیاتې شوې دي، نو ځکه یې د پلټنو او نیونو لړۍ چټکه کړې ده. دوی ټینګار کړی چې د قانون پلي کول به دوام ولري.
بل لور ته اروپايي اتحادیه هم پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د خپلو هغو وګړو مخنیوی وکړي چې په ناقانونه لارو اروپا ته داخلیږي. اتحادیې ویلي که دا بهیر همداسې روان وي، نو ښايي نور سخت اقدامات لکه د ویزو محدودیتونه او ډیپلوماټیک فشارونه هم وکارول شي.
د کډوالۍ موضوع له کلونو راهیسې د اروپا لپاره یوه حساسه مسئله ده، ځکه ډېری هېوادونه اندېښنه لري چې غیرقانوني کډوالي د امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو لامل ګرځي. اروپايي سیاستوال هڅه کوي چې د سرحدونو کنټرول لا پیاوړی کړي او د هغو هېوادونو سره همکاري زیاته کړي چې د کډوالو د تګ اصلي سرچینې بلل کېږي.
شنونکي باور لري چې که پاکستان د خپلو وګړو د ناقانونه سفرونو مخه و نه نیسي، نو ښايي د اروپا او پاکستان اړیکې تر فشار لاندې راشي. خو په عین حال کې دوی ټینګار کوي چې د ستونزې حل یوازې په سختو اقداماتو نه، بلکې په اقتصادي فرصتونو، پوهاوي او دوه اړخیزې همکارۍ کې نغښتی دی.