په برتانیه کې رسنیو راپور ورکړی چې یوې ښځینه زندان ساتونکې د دندې له اصولو سرغړونه کړې او له شاوخوا ۳۰ بندیانو سره یې ناقانونه اړیکې ټینګې کړې دي. دا پېښه د عدلي او امنیتي بنسټونو جدي غبرګون راپارولی دی.
د راپورونو له مخې، نوموړې ساتونکې نه یوازې له بندیانو سره اړیکې لرلې، بلکې د دغو اړیکو ویډیوګانې یې هم ثبت کړې دي. ویل کېږي چې دغه ویډیوګانې وروسته د پلټنو پر مهال د شواهدو په توګه موندل شوې دي.
چارواکي وایي چې دا ډول کړنې د زندان د امنیت، د بندیانو د حقونو او د عدلي نظام د اعتبار لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. له همدې امله، اړوندې ادارې سمدستي پلټنې پیل کړې دي.
پولیسو نوموړې ښځه نیولې او د دندې څخه یې لېرې کړې ده. د هغې پر ضد د دندې له صلاحیت څخه د ناوړه استفادې او د قانون د سرغړونې تورونه لګېدلي دي.
عدلي چارواکو ټینګار کړی چې دا قضیه به په جدي ډول تعقیب شي او که تورونه ثابت شي، نو قانوني سزا به پرې عملي شي، څو په راتلونکې کې د ورته پېښو مخه ونیول شي.