د برتانوي يو ډاکټر د وينا له مخې، کوروالی تر ډېره د انسان په اعصابو او ذهني حالت پورې تړاو لري، نه يوازې په فزيکي ځواک. هغه وايي چې ډېری خلک دا حقيقت نه پېژني او فکر کوي چې جنسي اړيکه يوازې يو بدني عمل دی، حال دا چې اصلي محرک يې ذهن، احساسات او عصبي نظام دی.
د ډاکټر په اند، د نارينهوو لومړنی جنسي تحريک د خيال او تصور څخه پيلېږي. نارينه عموماً د ليدلو له لارې ژر تحريکېږي، او ذهن يې هڅه کوي چې هر څه د يو فلم په څېر په خيال کې تنظيم او انځور کړي. همدا ذهني انځورونه د اعصابو له لارې بدن ته پيغام لېږي او د جنسي لېوالتيا بنسټ جوړوي.
له همدې امله ډېر نارينه د جنسي فلمونو ليدلو ته لېواله وي، ځکه هلته صحنه بشپړه ويني او ذهن ته يې د تصور لپاره پراخ مواد برابريږي. ډاکټر ټينګار کوي چې دا ليديز تحريک د عملي اړيکې څخه مخکې د اعصابو فعالېدو کې مهم رول لري، او وروسته نارينه غواړي دا ذهني تحريک په واقعي اړيکه بدل کړي.
خو کله چې عملي کوروالی راځي، ډېری نارينه احساس کوي چې هغه جذابيت چې په خيال يا فلم کې يې تصور کړی و، په بشپړه توګه نه تکرارېږي. يو لامل دا دی چې په واقعي اړيکه کې سړی ټوله صحنه نه شي ليدلی، او ذهن ته يې هغه بشپړ انځور نه جوړيږي چې د تصور پر مهال موجود وي.
برتانوی ډاکټر وايي که د کوروالي پر مهال د ليد عنصر پياوړی شي، د اعصابو تحريک هم زياتېږي او خوند ورسره لوړېدای شي. د هغه په وينا، هر څومره چې ذهن، احساسات او ليد يو له بل سره همغږي شي، همغومره جنسي اړيکه د انسان لپاره طبيعي، ژوره او د قناعت وړ ګرځي.