امريکايي ډاکټر: د شا په لار کور.والی د ښځې يو اندام تباه کوي بيا هېڅکله نه جوړېږي

امريکايي ډاکټر د يوې روغتيايي مشورې پر مهال ويلي چې د شا له لارې جنسي اړيکې د ښځې د بدن له جوړښت سره برابرې نه دي او جدي خطرونه لري. د ده په وينا، دغه عمل د معقد طبيعي وظيفه بدلوي او د پایداره زیان احتمال رامنځته کوي.

دغه متخصص څرګنده کړې چې معقد د جنسي مقاربت لپاره نه دی جوړ شوی او د ډېر کمزورې غشا لرلو له امله د ټپ کېدو چانس پکې ډېر دی. د دې له امله د وينې بهېدنه، درد او نور ناراحتۍ رامنځته کېږي.

ډاکټر زياتوي چې دوامدار فشار، تکرار او زور د مقعد عضلات کمزوري کوي او کله کله د هغو ځايي رګونو د دایمي تخريب سبب کېږي. دغه بدلونونه بيا ډېر ځلې د بشپړ رغېدو وړ نه وي.

د روغتيايي کارپوهانو په اند د شا له لارې اړيکې د انتان او باکتريايي انتقال خطر هم زياتوي، ځکه دغه برخه د دې ډول تماس لپاره نه ده طراحي شوې. له همدې کبله ياد عمل د ګوارشي ستونزو او التهاب لامل کېدای شي.

متخصصين سپارښتنه کوي چې خلک بايد طبي حقايق او خطرونه جدي وپېژني او د جنسي عمل د هر ډول پرېکړې پر مهال روغتيا ته لومړيتوب ورکړي. دوی وايي د بدن طبيعي حدود او جوړښتونه بايد تل په پام کې ونيول شي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top