يوه امريکايي نجلۍ د ډېر شديد او دوامدار جنسي تحريک له امله په روغتون کې بستر شوې ده. نوموړې وايي چې شرمګاه يې هره شېبه په تحريک کې وي او بې اختياره ډول سخت جنسي احساسات لري. د دې حالت له امله هغې ته ذهني کړاو هم پيدا شوی، ځکه دا تحريک د عادي ژوند مخه نيسي او د ارام احساس ترې اخلي.
نجلۍ زياتوي چې کله دا تحريک ډېر شي، نو ورسره يې په شرمګاه کې سخت دردونه پيل شي. دا دردونه دومره شديد وي چې د زغملو توان يې نه لري او اړ کېږي روغتون ته ولاړه شي. د هغې په وينا، دا دردونه يوازې فزيکي نه دي، بلکې رواني فشار هم ورسره مل وي.
دا نجلۍ دا مهال د خپل پلار له لوري په يوه روغتون کې بستر ده. ډاکټرانو تر معايناتو وروسته ورته ويلي چې د يو ځانګړي عمليات په واسطه د دې دردونو د ختمولو امکان شته. خو ډاکټرانو ورسره دا هم روښانه کړې چې که دا عمليات وشي، نو بيا به هغه هېڅکله د مور کېدو توان ونه لري.
د ډاکټرانو په خبره، عمليات به د هغې دوامدار درد او غيرعادي تحريک پای ته ورسوي، خو دا به د تل لپاره د هغې د مور کېدو وړتيا ختمه کړي. همدا خبره د نجلۍ لپاره تر ټولو سخته پرېکړه ګرځېدلې، ځکه دا يوازې د روغتيا موضوع نه ده، بلکې د ژوند د راتلونکي سره تړلې ده.
نجلۍ وايي چې ډېره حيرانه ده او نه پوهېږي څه وکړي. د يو لوري هغې هيله لري چې پرته له درده عادي جنسي اړيکې ولري او په راتلونکي کې مور جوړه شي، خو د بل لوري د درد د ختمولو يوازينی علاج همدا عمليات دي. هغه وېره لري چې که عمليات وکړي، نو جنسي اړيکې او د مور کېدو خوب به د تل لپاره له لاسه ورکړي.