افغان سوداګر: پاکستان د تورخم پرانیستو ته تیار دی خو افغانستان اوس يوازې ضمانت نه غواړي بلکې…

افغان سوداګر وايي چې پاکستان د سوداګریزو لارو پرانیستلو ته چمتووالی ښودلی دی، خو د افغانستان سوداګریز لوری وایي چې یوازې د لارو پرانیستل د دوی غوښتنه نه ده، بلکې د هغو زیانونو د جبیرې غوښتنه هم کوي چې په تېر وخت کې یې په کراچۍ بندر او تورخم کې ور اوښتي دي.

د سوداګرو په وینا، کله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکې ترینګلې شوې وې، نو په بندرونو او سرحدي لارو د مالونو د بند پاتې کېدو له امله د میلیونونو ډالرو تاوان افغان سوداګرو ته اوښتی دی. هغوی زیاتوي چې د ځنډ او درېدلي تجارت له امله هم د افغانستان اقتصاد سخت زیانمن شوی دی.

افغان سوداګریزې اتحادیې وايي، د تاوان د جبران غوښتنه ځکه مطرح کوي چې د دغو تاوانونو مسؤلیت د پاکستان اړخ و، ځکه د دوی په خبره سوداګر ټول قانوني اسناد درلودل، پیسې یې ورکړې وې، خو پر سرحدونو یې مالونه بند پاتې شول.

که څه هم پاکستاني چارواکو په نویو مذاکراتو کې ژمنه کړې چې د سوداګرۍ لارې به ژر پرانیزي او د تګ راتګ ستونزې به حل کړي، خو افغان سوداګر ټینګار کوي چې تر هغو به قناعت ونکړي څو رسمي کمېټې جوړې نه شي او د تاوان د ورکړې اطمینان ورنکړل شي.

سوداګر او شنونکي باور لري چې که دواړه هېوادونه په ګډ تفاهم سره دا ستونزې حل کړي، نو نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت به پراخ شي، بلکې د سیمې اقتصادي وضعیت به هم ښه اغېز ولري او سوداګرو ته به د باور فضا رامنځته شي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top