افغانستان په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د خارجه وزير دروغ ثابت کړل، سخت وشر. مېده

افغانستان په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د خارجه وزير څرګندونې رد کړې او ويې ويل چې د ده ادعاوې له حقايقو سره سمون نه خوري. افغان استازي ټينګار وکړ چې د داعش د شتون په اړه تورونه بې‌بنسټه دي او سياسي موخې لري.

پاکستاني خارجه وزير ادعا کړې وه چې داعش په افغانستان کې فعال حضور لري او د سيمې امنيت ته ګواښ دی. خو افغان لوري وويل، دا ادعا هغه مهال ناسمې ثابتې شوې چې د داعش يو مهم وياند خپله په پاکستان کې نيول شوی دی.

افغانستان وويل، که رښتيا هم داعش په افغانستان کې دومره پراخ حضور درلودای، نو د دې ډلې مشران او وياندان به د ګاونډيو هېوادونو له خاورې نه نيول کېدل. دا پېښه د پاکستان د دريځ پر وړاندې يو څرګند تناقض ګڼل کېږي.

افغان استازي زياته کړه چې افغانستان په وروستيو کلونو کې د داعش پر وړاندې جدي مبارزه کړې او د دې ډلې سخت ځپل شوي مرکزونه له منځه وړل شوي دي. د ده په وينا، امنيتي واقعيتونه د ځمکې پر مخ د ادعاوو خلاف دي.

په پای کې، افغان لوري له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د تورونو پر ځای پر کره شواهدو او واقعيتونو تکيه وکړي او د سيمې د ثبات لپاره رښتينې همکارۍ ته لاره هواره کړي.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top