د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې اسټرالیا به په افغانستان کې د خرابېدونکي وضعیت د حل لپاره ۵۰ میلیونه ډالر نوې بشري مرستې چمتو کړي.
دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانانو سره د اسټرالیا ټوله بشري مرسته ده چې ۳۱۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي.
د راپور له مخې، دا مرسته به د ښځو او نجونو د ملاتړ، د خوړو خوندیتوب، روغتیایی خدماتو ډاډمن کولو او د کرامت خوندیتوب او بشري حقونو ساتنې په ځانګړي تمرکز سره چمتو شي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې، پني وانګ ویلي: « په افغانستان کې وضعیت خورا جدي دی. د اسټرالیا حکومت د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره په کلکه ژمن دی.»
د اقتصادي چارو شنونکی، شمس الرحمن احمدزی وايي: « دا مرستې باید پر اړمنو خلکو و وېشل شي؛ لکه څنګه چې له نومه یې څرګنده ده، دا بشري مرستې دي او باید هغو کسانو ته ورسېږي چې په بېوزلۍ او بدحالۍ کې ژوند کوي.»