آريانا افغان 8 نورو هېوادونو ته هم الوتنې پيل کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت وایي چې د افغان سوداګرو د ملاتړ په موخه یې د کارګو په برخه کې خپل فعالیتونه زیات کړي او یوازې د تېر کال ډسمبر میاشت کې یې د مسافرو ترڅنګ نږدې ۳۹۶ زره ټنه سوداګریز توکي لېږدولي دي.

د دغه شرکت په وینا، دا مهال اتو هېوادونو ته د کارګو لېږد روان دی او هڅې دوام لري چې د منځنۍ اسیا او اروپايي هېوادونو پر لور هم د کارګو لیږد پیل شي.

د اریانا افغان هوايي شرکت ویاند، عزت‌الله ذکي وايي: « پلان لرو چې د نوو الوتکو له رارسېدو سره د مرکزي اسیا هېوادونو ته هم د مسافرو او کارګو الوتنې پیل کړو او په ډسمبر میاشت کې د توکو د لېږد لوړ تناژ ته په کتو هیله لرو چې د کارګو الوتکو په راتګ سره به دا کچه په راتلونکي کې نوره هم لوړه شي.»

یاد شرکت دغه راز ټینګار کوي چې د نویو الوتکو په پېرلو سره به خپل خدمات پراخ کړي، څو د سوداګرو د توکو د خرابېدو مخه ونیول شي.

د شرکت ویاند د نویو چارتر الوتکو د پېرلو په اړه وایي چې له متحده عربي اماراتو، چین او ترکیې سره خبرې شوې او د ځینو خبرو اترو بهیر وروستیو پړاوونو ته رسېدلی دی.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top